غزني پوهنتون عمومي رئیس د ولایت مقام په تالار کې د نظارت او مراقبت تر عنوان لاندې جوړ شوي پنځه ورځني سمینار کې ګډون وکړ.

gu_user1
Tue, Sep 16 2025 3:00 PM
bn

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٦ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ولایت مقام په تالار کې د نظارت او مراقبت په اړه جوړ شوي سمینار کې ګډون وکړ. دغه سمینار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اړوند د ملکي خدمتونو انستیتیوت له لوري د د دغه ولایت د ټولو ریاستونو مسؤلینو ته د دولتي ادارو د څارنې، شفافیت او ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه په لاره اچول شوی.
د سمینار پر مهال د نظارت او مراقبت د عملي لارو چارو، د شفافیت د لوړولو، د اداري فساد د مخنیوي او د دولتي پروژو د کیفیت د خوندي کولو په اړه مفصل بحث وشو.
ګډونوالو د پای په برخه کې پرېکړه وکړه چې د دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ، د څارنې منظم میکانیزمونو او د ظرفیت لوړونې دوامداره پروګرامونو ته به جدي پاملرنه کېږي، تر څو د ټولنې د خدمت کیفیت لا ښه شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS