غزني پوهنتون کې ښوونې او روزنې پوهنځي ته د ۹۵ تنو نویو بریالي شویو محصلینو د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې په موخه غونډه ترسره شوه.

gu_user1
Wed, Aug 27 2025 2:48 PM
xd

قمري نېټه: ربیع الاول ،٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢٧ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۹۵ تنه نویو بریالي شویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون پيژندنې اړوند ځانګړې برنامه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه، ورپسې د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي د نويو محصلینو هرکلی وکړ او د هغوی د راتلونکي علمي سفر په اړه یې مهم ټکي له دوی سره شریک کړل. نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې ښوونه او روزنه د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي او له محصلینو یې وغوښتل چې له وخت او فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.
وروسته څو د دغه پوهنځي تنو استادانو د پوهنتون او ښوونې او روزنې پوهنځي پېژندنې، تحصیلي څانګو او تحصیلي چاپېریال سره د بلدتیا او کریډیټ سیستم د لایحې تشریح اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په اخیر کې د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري هم نوو محصلینو ته د مباکۍ او ښه راغلاست وینا وکړه او محصلین یې وهڅول څو خپلو درسونو ته متوجه او له بې ځایه وخت تیرولو ډډه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې دوی به ورته په هره برخه کې لازمې اسانتیاوي او نوي پروګرامونه تر سره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS