غزني پوهنتون کې اداری کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت اړوند درې ورځنی ښوونیز سمینار پای ته ورسېدل.

gu_user1
Tue, Aug 26 2025 2:42 PM
cb

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۴ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۶ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو د ګمارنې او ظرفیت لوړونې مدیریت له لوري اداری کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت اړوند په لاره اچول شوی درې ورځنی ښوونیز او معلوماتي سمینار پای ته ورسېدل. 
یاد سمینار د غزني پوهنتون د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د نوو اداري تګلارو د پېژندنې او د مؤثر مدیریت د اصلونو د تطبیق په موخه جوړ شوی وو.
د اقتصاد پوهنځي استاد، پوهنمل احسان الله سعید، له لوري  وړاندې شو. چې په لړ کې یې د پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت په برخه کې کافي معلومات او نوې تګلاري وړاندې او په دغه برخه کې اغېزمن اصول اور وښوودل شول.
په پای کې د مالي ادارې چارو مرستیال، پوهندوی مفتي عزت نور، هم ګډونوالو ته د وخت ارزښت او اغېزمن مدیریت په اړه خپلې خبرې وکړې. نوموړي وویل چې وخت د انسان د ژوند تر ټولو ستره پانګه ده، او هغه څوک بریالي کېږي چې د وخت په سم مصرف پوه شي او په کارونو له نویو تکنیکونو څخه استفاده وکړي. هغه زیاته کړه چې د وخت د مدیریت زده کړه نه یوازې د فردي ژوند په پرمختګ کې اغېز لري، بلکې د ټولنې د سمون او ودې لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS