غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو ۵۶ تنه ممتاز محصلین د تشویق او هڅونې په موخه د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

gu_user1
Mon, Aug 25 2025 2:26 PM
do

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۵ ، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري  د شپږګونو پوهنځیو د ۱۴۰۴ هـ ش کال د بهاري سمیستر د ۵۶ تنه ممتازو محصلینو د هڅونې او ستاینې په موخه ځانګړې غونډه جوړه شوه. په دې مراسمو کې د پوهنتون مسؤلینو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه. 
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري غونډې ته د پرانیستي وینا وکړه. هغوی د محصلینو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه ډول هڅوونکي پروګرامونه نه یوازې د نورو محصلینو لپاره د الهام سرچینه ګرځي، بلکې د علمي ودې په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.
وروسته د علمي چارو مرستیال، مولوي محمد حیدر حمزه، د محصلینو د هڅونې او تشویق په موخه خبرې وکړې. نوموړي د زده کړې ارزښت او د ځوان نسل پر اوږو د مسؤلیتونو په اړه یادونه وکړه او محصلین یې وهڅول چې له خپلو امکاناتو په اعظمي توګه ګټه واخلي. هغه زیاته کړه چې علمي هڅې نه یوازې د شخصي بریالیتوب سبب ګرځي، بلکې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره هم حیاتی ارزښت لري.
په غونډه کې د ممتازو محصلینو لپاره د ستاینلیکونو او ځانګړو تحایفو وېش ترسره شو او هغوی ته د زده‌کړو د لا دوام، لوړ مسؤلیت او ټولنیزو خدمتونو سپارښتنې وشوې. 
ممتازو محصلینو د پوهنتون د مشرتابه او استادانو له هڅونې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلې پوهې په رڼا کې به د ټولنې د خدمت او د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS