غزني پوهنتون کې کرنې پوهنځي ته د نویو بریالي شوو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې د پوهنتون پیژندنې او کریډیټ سیستم سره د بلدتیا تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۵ ، ۲۰۲۵م
غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي له لوري، د لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې د پوهنتون پیژندنې او تحصیلي نصاب د وضاحت او له کریډیټ سیستم سره د بلدتیا په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د سیمینار پیل د قرآن کریم د مبارک آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې د یاد پوهنځي رئیس پوهنوال حبیبالله همایون په خپلو خبرو کې د پوهنځی د ارزښت او رسالت یادونه وکړه.
هغه وویل چې پوهنتون یوازې د علم او زدهکړې ځای نه دی، بلکې د شخصیت جوړونې، د فکر روزنې او د ټولنې د راتلونکي لارښوونې مرکز دی.
ښاغلي همایون د بدو عادتونو په پرېښودو او د ښو عادتونو په خپلولو ټینګار وکړ. د ده په وینا، بد عادتونه د انسان ذهن او زړه تیاره کوي، خو ښه عادتونه د ژوند رڼا ده چې نه یوازې فرد ته، بلکې ټولنې ته هم هوساینه او پرمختګ راوړي. وروسته د دغه پوهنځی څو تنو استادانو د کرنې پوهنځی د پیژندنې اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دارنګه یې د تحصیلي نصاب او کریډیټ سیستم، د مضمونونو اخیستلو، د ازموینو د څرنګوالي او د علمي کړنلارې په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت