غزني پوهنتون کې اقتصاد پوهنځي د لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې د پوهنتون پیژندنې، تحصیلي نصاب او کریډیټ سیستم سره بلدتیا تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

gu_user1
Sun, Aug 24 2025 3:16 PM
dr

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۳۰، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢۴ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي په نوښت، د لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې پړهنتون پیژندنې او د تحصیلي نصاب د وضاحت او له کریډیټ سیستم سره د بلدتیا په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د سیمینار پیل د قرآن کریم د مبارک آیتونو په تلاوت سره وشو. 
ورپسې د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل وحیدالله امین محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اقتصاد پوهنځي د علمي ارزښت،مسوولیت پیژندنې او وخت ارزښت د زده کړې اړتیا او د محصلینو د راتلونکو زده کړو په اړه خبرې وکړې.
وروسته د دغه پوهنځی استاد نوماند پوهنیار سعیدالله وحدت د اقتصاد پوهنځی د پیژندنې اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دارنګه د تحصیلي نصاب او کریډیټ سیستم، د مضمونونو د اخیستلو، د ازموینو د څرنګوالي او د علمي کړنلارې په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل. دوی ټینګار وکړ، چې د کریډیټ سیستم د محصلینو لپاره د زده کړو ښه فرصتونه برابروي او د نړیوالو معیارونو سره سمون لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS