غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځیو استادانو ته د ذکر کولو پر اهمیت، مشروعت او د ذکر کولو په دنیوي او اخروي ګټو تر سرلیک لاندې دیني سمینار ترسره شو.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۶، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۹، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای، ۳۱، ۲۰۲۵م
تیره ورځ په غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ټولو پوهنځیو استادانو ته د ذکر کولو پر اهمیت، دنیوي او اخروي ګټو او د ذکر پر اړوندو وعیدونو او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون د تطبیق او پوهاوي په موخه دیني سمینار ترسره شو.
دا دیني او روحاني سمینار د پوهنتون په مسجد کې جوړه شوې وه، چې د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي مولاداد مفلح د ذکر کولو پر اهمیت، مشروعیت، ډولونو او دنیو او اخروي ګټو په اړه یې تفصیلي څرګندونې وکړې.
ښاغلي مفلح وویل: "ذکر د مؤمن زړه ژوندي ساتي، له غفلت څخه یې ژغوري، او د الله تعالی له لورې د رحمت، مغفرت او برکت د نازلېدو سبب ګرځي. قرآن کریم او احادیثو کې ډېر ځل د ذکر فضیلت بیان شوی، او له هغو کسانو سره چې د الله تعالی ج یاد نه کوي، سخت وعیدونه شوي دي."
د سیمینار ګډونوالو د موضوع محتوا ډېره مهمه او پر وخت وبلله. استادانو د دې ابتکار قدرداني وکړه او وړاندیز یې وکړ چې دا ډول ديني ـ فکري ناستې دې دوام ولري، څو د استادانو فکري ـ روحي بیداري نوره هم پیاوړې شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت