غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د جهاد د فرضیت شرطونو، مقاصدو او محرماتو اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
Mon, May 12 2025 1:48 PM
cb

قمري نېټه: ذلقعده ۱۴، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: ثور ۲۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: می ۱۲، ۲۰۲۵م

نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو په لړ کې، د جهاد د فرضیت شرطونو، مقاصدو او محرماتو اړوند علمي سیمینار وړاندې شو. دغه سیمینار د یاد آمریت آمر، مولوي نقیب احمد منذر، له خوا وړاندې شو، چې د نن ورځې په درس کې یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قانون دیارلسمي ماده تشریح او دنصاب د درسونو اړوند پورتني مسائل او موضوعات په مکمل ډول تشریح او له ګډون کوونکو سره یې په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول.
دارنګه د سیمینار برخوالو ته د پوښتنو د مطرح کولو فرصت ورکړل شو، او ټولو پوښتنو ته د قناعت‌ وړ ځوابونه وویل شول. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

Sun, Apr 07 2024 10:58 AM
Background image

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University began on 24th of April 1403 according. . .

BACK TO NEWS