د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال په دغه پوهنتون کې د روانو رغنیزو پروژو د کیفیت ارزوونې په موخه لیدنه وکړه.

قمري نېټه: شوال ٢١، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وري ٣٠، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١٩، ۲۰۲۵
د غزني پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد په یاد پوهنتون کې د روانو رغنیزو پروژو د کیفیت ارزونې په موخه لیدنه وکړه، څو د دغو پروژو د پرمختګ بهیر له نږدې وڅېړي او له اړوندو برخو سره لازمه همغږي رامنځته کړي.
په دې لیدنه کې نوموړي د محصلینو د لیلیې لپاره د جوړېدونکې خوړنځای، د شنو ساحو د رغنیزو چارو څخه کتنه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژو تخنیکي وضعیت، د تطبیق څرنګوالی، او د کیفیت معیارونه له نږدې وڅېړل.
د مالي او اداري معاون له لوري اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وشوې، تر څو د رغنیزو چارو بهیر د ټاکل شوي مهالوېش، بودیجې او تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ ولاړ شي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت