غزني پوهنتون کې د دینی مدارسو له 1080 تنو فارغانو څخه د سويې د تثبیت په موخه ازموینه واخېستل شوه.

gu_user1
Wed, Feb 26 2025 11:53 AM
as

 

ورځ: چهارشنبه
٢٧/شعبان المعظم۱۴۴۶ه ق
٨/ کب / ۱۴۰۳ هـ ق
۲٦/ فبروري / ۲۰۲۵

 نن ورځ په غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د دیني مدارسو له ۱۰۸۰ تنو فارغانو څخه د خامسه او مافوق الثانویه سويې د تثبیت ازموینه د یو غونډي په ترڅ کي پیل شوه. په غونډه کي د غزني پوهنتون رهبرۍ، استادان، د ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي او د یاد ولایت د پوهنې رئیس او مسؤلینو ګډون درلود.
د غونډي د پیل پرمهال د غزني پوهنتون عمومی رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور راغلي پلاوي او د ازموینې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، او دارنګه یې د ازمویني اړوند معلومات له ګډونووالو سره شریک کړل.او زیاته یې کړه، چې دا ورځ ستاسو د زحمتونو او تکلیفونو پایله څرګندوي او دوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ځواب پاڼې په دقت سره حل کړي او د ازمویني د صحني اصول او مقررات مراعات کړي او له هر ډول نقل کولو څخه ډډه وکړي.
ورپسې د ازموینو ملي ادارې څخه راغلی هئیت په مشرۍ پوهندوي محمد اکبر فایض وینا وکړه. نوموړي د ازمویني د پروسې حاضرینو ته د شفافیت ډاډ وړاندي کړ او زیاته یې کړه چي د امتحاناتو پروسه به د هر ډول درغلۍ څخه پاکه وي او هر امتحان ورکوونکي ته به د خپل استعداد مطابق درجې ورکړل شي.
نوموړي همداراز د غزني پوهنتون د رهبرۍ او همکارانو څخه مننه وکړه، چي همېشه یې د یادي ادارې سره د چارو په تنظیم کي مرسته کړې.
په اخیر کې د فاضلانو په حضور کي د مسؤلینو له لوري د ازمویني صندوقونه خلاص شول او ازموینه په رسمي ډول پیل شوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

Sun, Apr 07 2024 10:58 AM
Background image

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University began on 24th of April 1403 according. . .

BACK TO NEWS