د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دانګلیسي ژبي د لومړي صنف محصلینو د میلاد النبي ( ص) د ورځي د لمانځني په موخه ناسته دائره کړه.

gu_user1
Mon, Sep 23 2024 3:19 PM
af

دوشنبه: ۲۰/ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۲/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۲۳/سیپټمبر/۲۰۲۴

نن ورځ د غزني پوهنتون د ژبو او ادیباتو پوهنځي د انګلیسي ژبي د لومړي صنف محصلینو د میلاد النبي ( ص) د ورځي د لمانځني په موخه ناسته دائره کړه چې پکي د یاد پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب، د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر، د استادانو چارو آمر پوهنمل نقیب الله حقاني شتون درلود، غونډه د قرآن پاک په څو مبارکو آیاتونو پیل ورپسې د غزني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي منصور د محصلینو دغه نېکه کړنه وستایله او د جناب رسول اکرم ( ص) په ژوند، خوی او اخلاقو او د اسلام مبارک دین په راتګ کې د هغه د تکلیفونو په اړه خبري اتري وکړې او غوښتنه یې وکړه چې موږ باید خپل ژوند، اعمال، صورت او سیرت او هره کړنه د رسول الله ( ص) د کړنو مطابق وي او په محصلینو یې غږ وکړ چې باید د خپلو ځانو لپاره لوړ اهداف وټاکې او شپه ورځ هڅي او کوښښونه وکړي ترڅو يوڅه لاسته راوړي.

همدارنګه د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي منذر هم دغي غونډي ته په وینا کې د محصلینو د دغې کړني د ستایني ترڅنګ د رسول الله ( ص) د ژوند په طریقه او د هغه د اخلاقو او کړنو په اړه د وینا ترڅنګ غوښتنه وکړه چې باید هره کړنه مو د رسول الله ( ص) د کړنو مطابق او د هغه په طریقه عمل او پیروي یې وکړو.

په پای کې د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب د میلاد النبي ( ص) ورځي د لمانځني او د رسول اکرم ( ص) د ژوند او د هغه په خوی او اخلاقو په اړه خبري وکړې او زیاته یې موږ باید د حضرت محمد مصطفی ( ص) صفات په خپلو ځانو کې راولو او د ژوندانه او کړنو مطابق یې خپل ژوندونه او چاري مخته یوسو.

او یاده غونډه د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS