غزني پوهنتون کې استادانو ته په علمي، تدریسي او څېړنیزو چارو کې د نوښت او ابتکار اړوند علمي سمینار وړاندې شو.

gu_user1
Sun, Oct 04 2026 2:15 PM
bh

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختیا( PDC ) آمریت له لوري استادانو ته د خپلو علمي، تدریسي او اداري چارو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه، د نوښت او ابتکار تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي سمینار وړاندې شو.
دغه سمینار د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوی احسان الله سعید وړاندې کړ؛ چې پرمهال یې ګډونوالو ته د نوښت او ابتکار مفهوم، ارزښت، اړتیا، د نوښتګر فکر د رامنځته کولو لارې چارې او په ورځنیو چارو کې د نوښتیزو کړنو د پلي کولو پر اهمیت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. او همداراز یې استادانو ته د ستونزو د نوښتیزو حل‌لارو موندلو، خلاقانه فکر پیاوړتیا او د علمي او مسلکي فعالیتونو د کیفیت لوړولو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.

د سمینار موخه دا وه چې د استادانو د نوښتګر فکر د پیاوړتیا ترڅنګ، په علمي او مسلکي چارو کې د ابتکاري نظریاتو د رامنځته کېدو او عملي کېدو زمینه لا پراخه شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۲۱ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۱۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۰۴م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS