غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د معیارونو پېژندنې، ارزښت، ګټو، اړتیاوو او اړوندو مسؤلیتونو په اړه علمي او معلوماتي سمینار وړاندې شو.

gu_user1
Mon, Sep 21 2026 3:09 PM
as

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د لومړي او دوهم ټولګي محصلینو ته د معیار او کیفیت ادارې له لوري د معیارونو پېژندنې، ارزښت، ګټو، اړتیاوو او اړوندو مسؤلیتونو په اړه علمي او معلوماتي سمینار وړاندې شو.
د سمینار د پیل سره سم د غزني پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن؛ راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادي اداري له هيئت څخه مننه وکړه چې د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک په اساس محصلینو ته وخت پر وخت په هیواد کې د معیارونو پر پېژندنه او اړونده برخه کې علمي سمینارونه ترسره کوي.
وروسته د کرنې پوهنځي رئيس پوهنمل ثابت احمد باوري د معيارونو په ارزښت او ګټو لنډه رڼا واچوله؛ او ورپسې د سمینار موضوع د معيار او کيفيت ادارې مسلکي غړي ښاعلي عبدالباسط وړاندې کړه، چې پرمهال یې محصلینو ته د خپل هیواد د معیارونو اهمیت، د معیاري زده‌کړو د رامنځته کولو اړتیا، د کیفیت د لوړولو لارې چارې او د معیارونو په پلي کېدو کې د محصلینو مسؤلیتونه په روښانه او علمي ډول تشریح کړل.
هېره دي نه وي چې د سمینار موخه د محصلینو د معیارونو او کیفیت په اړه د پوهاوي لوړول، د معیاري زده‌کړو د ارزښت درک پیاوړی کول او د کیفیت د تأمین په بهیر کې د هغوی د اغېزمن ګډون زمینه برابرول وو.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 دوشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۰۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۳۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۱م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS