غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي او دویم ټولګي ګڼ شمېر محصلینو ته د بریښنایې زده‌کړو د مهارتونو د پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
Sun, Sep 06 2026 2:27 PM
qp

غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي او دویم ټولګي ګڼ‌شمېر محصلینو ته د بریښنایې زده‌کړو د مهارتونو د پیاوړتیا په موخه معلوماتي او روزنیز سمینار ترسره شو.
د سمینار د پیل پرمهال د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي محصلینو ته وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم یې ورته بېلابېل زده کړه ایز او د ظرفیت لوړونې ورته علمي او معلوماتي سمینارونه، ترتیب او پلان کړي نو تاسو په دغو سمینارونو کې په منظم ډول ګډون وکړئ او منظمه او سالمه ګټه ورڅخه واخلئ.
وروسته د دغه پوهنځي استاد پوهنیار مصطفی رحیمي محصلینو ته د Google Classroom، HEMIS سیستم او Gmail اکاونټونو جوړولو او کارولو په اړه عملي او اړین معلومات وړاندې کړل؛ او همداراز یې د آنلاین زده‌کړو، درسي موادو ترلاسه کولو، د دندو سپارلو او له استادانو سره د علمي اړیکو په برخه کې د یادو بریښنایې وسایلو د اغېزمنې کارونې لارې چارې تشریح کړې.
هېره دي نه وي چې د غزني پوهنتون د محصلانو معاونیت هم د محصلینو د مهارتونو د پیاوړتیا او قوي کولو په موخه مختلفي برنامې او کورسونه په لاره اچولې څو محصلین وکولای شي چې خپل مهارتونه لا قوي کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 یکشنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۳ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۵ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۶م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS