غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څخه راغلي هیئت له لوري اصلاحي او عقیدتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست رئیس شیخ صاحب حکمت الله حکمت او د محصلانو د انسجام او همغږۍ رئیس مفتي صاحب فضل کریم صدیقي په مشرۍ راغلي شپږ کسیز هیئت له لوري د پوهنتون مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته اصلاحي او عقیدتي سمینار ترسره شو.
د سمینار په پیل کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه راغلي هيئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د اسلامي نظام لومړۍ دنده د دین ساتنه او حفاظت ده زموږ او ستاسو آمران دغي برخي ته ډیر متوجه او وخت په وخت له دغو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کوي.
وروسته د دعوت او ارشاد رئیس شیخ صاحب او د محصلانو د انسجام او همغږۍ رئیس مفتي صاحب د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د ښو اخلاقو د روزنې، د فردي او ټولنیز اصلاح، د اسلامي ارزښتونو د مراعات او د دندو د مسؤلیتونو په اړه ګډونوالو ته اړین معلومات او لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
او ټینګار یې وکړ چې د علمي او مسلکي وړتیا ترڅنګ د سالمې عقیدې، نېکو اخلاقو او اسلامي ارزښتونو رعایت د پوهنتوني چاپېریال د لا ښه والي او د ټولنې د اصلاح لپاره ځانګړی اهمیت لري.
په اخیر کې د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس شیخ صاحب عبدالمنان البدر د سمینار لنډیز ګډونوالو ته وړاندې کړ او راغلي هيئت ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنتون ټوله رهبرۍ متوجه او هر راغلی فرمان او د وزارت د رهبرۍ هره پریکړه پر خپل وخت تطبیق او عملي کیږي
باید وویل شي چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په پوهنتونونو کې د اسلامي ارزښتونو، سالمې فکري روزنې او اخلاقي اصلاح پر اهمیت ټینګار کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۲ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۴ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۵م
