غزني پوهنتون طب پوهنځي ته ښاغلی ډاکټر حبیب الله حبیب د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د نوي رئیس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

gu_user1
Thu, Sep 03 2026 9:02 AM
er

غزني پوهنتون کې د یولړ ځانګړو او شاندارو مراسمو په ترڅ کې ښاغلی ډاکټر حبیب الله حبیب د دغه پوهنتون د طب پوهنځي د نوي رئیس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده  پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنتون مسؤلینو، استادانو، اداري کارکوونکو، د غزني ولایت د عامي روغتیا ریاست رئیس او ورسره پلاوې او یو شمېر ډاکټر صاحبانو ګډون کړی و. د مراسمو د پیل پرمهال د غزني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر صاحب حبیب ته د مبارکۍ ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې د طب پوهنځي د علمي، اداري او تحصیلي چارو د لا پیاوړتیا، د کیفیت لوړولو او د محصلینو د غوره علمي روزنې لپاره یې وړ، متشرع او مسلکي شخص انتخاب کړ. او ډاډ یې ورکړ چې د یاد پوهنځي د پرمختګ، منظموالي او ترقۍ په برخه کې یې تر شا ولاړ دي. 
دارنګه د علمي چارو مرستیال هم د ډاکټر صاحب په علمیت، له مجاهدینو سره په طبي برخه کې پر همکاریو معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې د پوهنتون متعهده رهبرۍ، استادان او ټول کارکوونکې به په ګډه د طب پوهنځي د فعاله کولو، ودې، پرمختګ او د قوي او ژمنو ډاکټرانو  د روزنې لپاره به شپه او ورځ کار کوي څو یاد پوهنځی بې مثاله پوهنځی شي.
وروسته د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست رئیس هم خوښي څرګنده کړه او د لوړو زده کړو وزارت له محترم وزیر صاحب او د پوهنتون له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې د طب پوهنځي لپاره یې متعهد، ژمن او مسلکي کس معرفي کړ.
په اخیر کې د طب پوهنځي نوي رئیس ډاکټر حبیب الله حبیب د وینا پر مهال له ټولو ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د طب پوهنځي علمي او اداري چارو د لا ښه والي، د محصلینو د تحصیلي ظرفیت لوړولو او د پوهنځي د پرمختګ لپاره به شپه او ورځ هڅي وکړي څو یاد پوهنځی په منظم ډول وده او ترقي وکړي.

د یادونې وړ ده چې دغه پوهنځی په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په ځانګړي شفقت د غزني پوهنتون په چوکاټ کې منظور او راتلونکی کال به د محصلینو جذب هم ولري.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۳م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS