غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د اداري فساد د مخنیوي په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Tue, Aug 18 2026 2:26 PM
po

غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د اداري فساد د مخنیوي او د سالمې ادارې د پیاوړتیا په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.
د سمینار د پیل پرمهال د پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د اداري فساد په پېژندنه، د فساد لاملونو او زیانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې خوشبختانه د اسلامي امارت په حاکمیت سره هر ډول فساد ختم شوی او هیڅوک نه شي کولای چې فساد ته زړه ښه کړي او همداراز یې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې باید د بیت المال په ساتنه او د خپلو مسؤلیتونو په ښه ترسره کولو کې تر وروستي حده هڅه وکړي.   
وروسته د شرعیاتو پوهنځي استاد شیخ محمد نسیم راشد د اداري فساد مفهوم، لاملونه، ډولونه او له شریعي لحاظه یې ناوړه پایلې، د فساد د مخنیوي لارې چارې، د اداري شفافیت، حساب ورکونې او د قانونمندۍ ارزښت په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
او ټینګار یې وکړ چې د ادارې د چارو په ترسره کولو کې صداقت، امانتداري، مسؤولیت‌پذیري او د اصولو مراعات د سالم اداري نظام اساسي عناصر دي او د فساد د مخنیوي په برخه کې د ټولو کارکوونکو ګډ مسؤولیت دی.
د یادونې وړده چې غزني پوهنتون کې وخت په وخت د مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو د ښه پوهاوي په موخه ورته علمي او معلوماتي سمینارونه ترسره کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۰۴ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۲۷ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۱۸م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS