غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې یا محصل محوري روزنیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
Tue, Jun 09 2026 2:55 PM
aw

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې؛ او محصل‌محوري تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.
دغه سمینار چې د یاد پوهنځي له لوري محصلینو ته جوړ شوی و، موخه یې د عصري تدریسي میتودونو معرفي کول، د محصلانو فعاله ونډه پیاوړې کول او د زده‌کړو کیفیت لوړول ؤ. 
یاد سمینار د استاد پوهنمل نقیب الله خانې خېل له لوري وړاندې شو چې پرمهال یې د پایلو پر بنسټ د ښوونې او روزنې پر پېژندنه د محصل محوري پر ګټو او د محصل‌محورې زده‌کړې بېلابېل اصول، اغېزمن تدریسي میتودونه او د علمي چاپېریال د ښه والي لارو چارو یې اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په دې سیستم کې د تدریس اساسي تمرکز د محصل پر مهارتونو، وړتیاوو او عملي لاسته‌راوړنو وي. 

په ورته وخت کې د دغه پوهنځي مسؤلینو ټینګار وکړ چې هڅه کوي د معیاري لوړو زده‌کړو، عصري تدریسي لارو چارو او علمي پرمختګ لپاره لا زیات فرصتونه او پروګرامونه برابر کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
سه شنبه 
۱۴۴۷/۱۲/۲۳هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۱۹هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۹م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS