غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح او پوهاوي درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پای ته ورسېد.

gu_user1
Mon, Jun 08 2026 3:23 PM
xd

غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح، پوهاوي او عملي تطبیق په موخه جوړ شوی درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
دغه سمینار چې د پوهنتون د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې آمریت له لوري د مسؤلینو، پوهنځیو رئیسانو او اړوندو آمرینو لپاره جوړ شوی و، موخه یې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو روښانه کول، د تطبیق میکانېزم تشریح، او د علمي او اداري چارو د معیاري کولو په برخه کې د ګډونوالو ظرفیت لوړول وو.
د سمینار په د پیل پرمهال مسؤلینو د کیفیت لوړاوي ارزښت ته په اشارې وویل، چې د نوو معیارونو عملي کول به د تدریس، څېړنې، اداري شفافیت او علمي خدمتونو په کیفیت کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي او پوهنتون به د ملي او اکاډمیکو معیارونو پر لور لا پیاوړی ګام واخلي.
دارنګه په دغه درې ورځني پروګرام کې ګډونوالو ته د کیفیت  تضمین یوولس ګوني اصلي او ۴۲ فرعي معیارونه او شاخصونه په مفصل ډول تشریح شول. 
د سمینار د پای ته رسېدو پرمهال د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له ټولو ګډونوالو د مننې ترڅنګ وویل چې باید د تضمین کیفیت معیارونه په منظم ډول عملي او اړوند اسناد او شواهد ترتیب او خپلې چارې لا ګړندۍ کړو او له ټولو مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې باید تضمین کیفیت د دریمي مرحلې د اخیستلو لپاره جدي هڅي او قدامات ترسره کړو.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې نوی چوکاټ د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو د معیاري کولو، حساب ورکونې او علمي پرمختګ په موخه طرحه او عملي کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
دوشنبه 
۱۴۴۷/۱۲/۲۲هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۱۸هـش
۲۰۲۶/۰۶/۸م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS