د غزني ولایت والي، د غزني پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلینو یوې پراخې غونډې ته د وینا ترڅنګ په پوهنتون کې له روانو زېربنايې پرژو څخه هم لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
Tue, Apr 28 2026 5:13 PM
qw

د غزني ولایت والي، الحاج ملا عبدالصمد جاوید د غزني پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او محصلینو سره په یوې پراخې غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه چې د پوهنتون د هر اړخیز پرمختګ او د  استادانو، کارکوونکو او محصلینو د غوښتنو اورېدو په موخه جوړه شوې وه، د غزني پوهنتون د پرمختګ او راتلونکي پلانونو په اړه هم بحثونه او څرګندونې وشوې.
د غونډې د پیل پرمهال د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د ښه راغلاست او هرکلي د وینا ترڅنګ له والي صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه چې د پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو ستونزو ته رسېدنه کوي او د هغوئ غوښتنې له نیږدې څخه اوري.
وروسته والي صاحب د استادانو کارکوونکو او محصلینو جلا جلا غونډو ته  د خپلو خبرو په ترڅ کې د پوهنتون د مقام او ارزښت په اړه خبري وکړې او زیاته کړه چې پوهنتونونه د ټولنیز، علمي او اقتصادي پرمختګ بنسټیز ډګرونه او محصلین د هیواد راتلونکي دي نو استادان دي محصلین په اسلامي فکر او روحیه سمبال وروزي څو د نظام په استحکام او د هیواد په ابادۍ کې برخه واخلي، دارنګه يې له استادانو او محصلینو غوښتنه وکړه چې د هیواد د ابادۍ په برخه کې خپلې مشورې، وړاندیزونه ورسره شریک کړي څو مو هیواد آباد او د نورو له بې ځایه فرمایشاتو او غوښتنو خلاص شي.
په ورته مهال د والي صاحب له استادانو او کارکوونکو سره د ځانګړي ناستې په ترڅ کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل نقیب الله خانې خېل او د شرعیاتو پوهنځي رئیس شیخ عبدالمنان البدر د وینا پرمهال ډاډ څرګنډ چې استادان شپه او ورځ اماده دي چې د نظام د قوت او د هیواد د ابادۍ لپاره مسلکي کسان وروزي؛ او له والي صاحب څخه یې غوښتنه وکړه چې له پوهنتون سره دي د دوامداره ناستو او هغمږۍ لپاره  یو بورډ جوړ او وخت په وخت دي ناستې ورسره ترسره کړې څو دغه پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه وشي او همداراز يې د استادانو او محصلینو غوښتنو او وړاندیزونو ته د ځانګړې توجه غوښتنه هم ورڅخه وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۱۱ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۸ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۲۸ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS