غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د اتمې ګڼې رهبري شورا د پرېکړو پر وخت او اغېزمن تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Sat, Apr 25 2026 3:11 PM
zq

غزني پوهنتون کې د رهبري غړو د لوړو زده کړو وزارت د اتمې ګڼې رهبري شورا د پرېکړو د اغېزمن او منظم تطبیق په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته چې د پوهنتون د رهبرۍ په کچه جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او اړوندو مسؤلینو ګډون کړی و. د ناستې موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د صادر شویو پرېکړو هر اړخیزه ارزونه، د تطبیق څخه یې د اطمینان حاصلېدل، او د چارو د لا چټکتیا لپاره د لازمې همغږۍ رامنځته کول وو.
په ورته مهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن وویل چې د لوړو زده کړو وزارت ټولې پالیسۍ او پرېکړې، پر خپل وخت او ښه ډول تطبیق او راپور یې له وزارت مقام سره شریک شي. 
وروسته د علمي چارو مرستیال د وزارت مقام د اتمې ګڼې رهبري شورا پرېکړي له ګډونوالو سره شریکي او د علمي، اداري او محصل محوره خدمتونو د ښه والي، شفافیت، حساب ورکونې، د تدریسي کیفیت لوړونې، او د پوهنتون د کاري بهیر په لا پیاوړتیا باندې یې ټینګار وکړ.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۸ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۵ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۲۵ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS