د غزني پوهنتون او د هېواد د معیار او کیفیت ملي ادارې ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا او معیارونو د لوړولو په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

gu_user1
Sun, Apr 12 2026 2:45 PM
qe

نن ورځ د غزني پوهنتون او د هېواد د معیار او کیفیت ملي ادارې ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا او معیارونو د لوړولو په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د معیار او کیفیت ملي ادارې په عمومي تالار کې جوړه شوې وه، د دواړو ادارو د مشرتابه پلاؤ په حضور کې لاسلیک شو. په دغو مراسمو کې د پوهنتون عمومي رئیس او مل پلاوې او د یادې ادارې مسؤلینو او استازو پراخ ګډون کړی و.
د هوکړه لیک موخه د دواړو لورو ترمنځ د څېړنیزو پروژو طرحه او تطبیق، د علمي ورکشاپونو او سیمینارونو جوړول، د معلوماتو تبادله، او د کیفیت د ارزونې سیستمونو پیاوړتیا باندې کار کول یاد شوي.
 د هوګړه لیک د لاسلیک پر مهال د هېواد د معیار او کیفیت ملي ادارې تخنیکي معین د غزني پوهنتون د هر اړخیز پرمختګ او د استادانو او محصلینو د څېړنیزو کړنو د پراختیا لپاره د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړ؛ او زیاته يې کړه چې د لوړو زده کړو بنسټونو سره، همکاري کولی شي د علمي څېړنو کیفیت لوړ کړي او د هېواد په کچه د معیاري، سیستمونو د پلي کېدو زمینه برابره کړي.
بلخوا د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د دغه هوکړلیک د ارزښت په اړه وویل، چې دا تړون به د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، د علمي پروژو د پلي کولو او د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره به نوې لارې پرانیزي. او زیاته یې کړه چې د غزني پوهنتون علمي کادرونه به له یادې ادارې سره هر ډول همکارۍ ترسره او یادې همکارۍ به د نظام د اداراتو د قوت او پرمختګ سبب وګرځي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې د غزني پوهنتون او هېواد د علمي بنسټونو او اداراتو ترمنځ د همکارۍ کچه پراخه شوې، چې دا بهیر د علمي پرمختګ لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: يکشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ٢٥ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ٢٣ مه
۲۰۲۶م، اپریل١٢مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS