غزني پوهنتون کې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته د پوهنتون د عایداتي سرچینو د زیاتوالې په موخه ترسره کړه.

gu_user1
Sun, Apr 12 2026 2:43 PM
se

غزني پوهنتون کې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ او ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې شیخ صاحب د ناستې پر اهمیت خبرې وکړې او د کمېټې په کاري، تطبیقي پلانونو او د عایداتې سرچینو د زیاتوالې په اړه یې هر اړخیز خبرې وکړي.
وروسته د تېرې ناستې پر اجنډا بیاکتنه وشوه او همداراز د نوې اجنډا له مخې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث ترسره شو، چې د پوهنتون د عایداتي د زیاتوالې ترڅنګ پکې د دغي کمېټې د ۱۴۰۵ کال لپاره د کاري پلان، د ناستو مهالوېش، د عوایدو پلان تائیدي، د مالي او حسابي آمریت د تطبیقي پلان تائیدی، او د تدارکاتو آمریت د کاري پلان تائیدی ترڅنګ پر یو شمېر نورو اړینو مسایلو هم بحثونه او لازمې پرېکړې تر سره شوې.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: يکشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ٢٥ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ٢٣ مه
۲۰۲۶م، اپریل١٢مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS