غزني پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمېټې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
Tue, Apr 07 2026 3:45 PM
dr

 غزني پوهنتون کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ  د ستراتیژیک پلان کمېټې  د ۱۴۰۵ه ش کال لومړنۍ ناسته ترسره کړه.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د علمي چارو مرستیال ګډونوالو ته د ناستې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ګډ کار او همغږۍ له لارې کولای شي ټاکل شوو موخو ته پرخپل وخت ورسېږي.
د غونډې په دوام کې د تېرې ناستې پرېکړې وارزول شوې ، ورپسې د نوې اجنډا له مخې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو، چې پکې د ستراتیژیک پلان د کمېټې د غړو د کاري پلان تأیید، د ۱۴۰۴ کال کلني راپور وړاندې کول، او د ۱۴۰۵ کال لپاره د کمېټې د کاري مهالوېش ترتیب ترڅنګ پر ځینو متفرقه موضوعاتو هم بحث او لازمي پریکړي ترسره شوې
.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۰ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۸ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۷ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS