غزني پوهنتون کې د محصلینو د ټکنالوژیکو مهارتونو د پیاوړتیا او د عصري ټکنالوژۍ له وروستیو پرمختګونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه د مصنوعي ځیرکتیا اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۱
et

 غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د ټکنالوژیکو مهارتونو د پیاوړتیا او د عصري ټکنالوژۍ له وروستیو پرمختګونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) یو مهم سمینار ترسره شو.

یاد سمینار د کمپیوټر ساینس پوهنځي د یو تن استاد له لوري وړاندې شو چې پکې د مصنوعي ځیرکتیا د مفهوم، د هغې د کارونې برخې، او د معاصرې نړۍ په بېلابېلو سکتورونو کې د هغې د اغېزو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

او همداراز یې وویل چې د عصري ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا د مهارتونو زده کړه د محصلینو لپاره د نن او راتلونکي بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا مهمه ده. ښاغلي استاد زیاته کړه چې دا ډول علمي پروګرامونه کولی شي د ځوانانو د نوښت، خلاقیت او عملي وړتیاوو د لوړولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

هېره دي نه وي چې د محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د ژبنیو، تخنیکي او فکري مهارتونو د پیاوړتیا په موخه زیات شمېر برنامې په لاره اچولې؛ چې زیات شمېر محصلین یې برخوال دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

دوشنبه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۴/۰۱هـ.ش

۲۰۲۶/۰۶/۲۲ م

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۶
Background image

د غزني پوهنتون د ودې، بنسټز پرمختګ، دوه اړخیزو همکاریو د جلب او ځینو زیربنایې چارو د ترسره کولو په موخه په کابل کې د ترکیې هیواد د تیکا خیریه بنسټ سره د همغږي ناسته ترسره شوه.

د غزني پوهنتون د عمومي رئیس په مشرۍ دری کسیز هیئت د دغه پوهنتون د ودې، بنسټیز پرمختګ، دوه اړخیزو همکاریو د جلب او د پوهنتون د ځینو زیربنایي چارو د پیاوړتیا په موخه، په کابل کې د ترکیې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۷
Background image

د ټولنې اصلاح او فکري رغښت یو ورځني سمینار کې د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ټولنې د نوښتګرو وګړو لپاره د اغېزمنو طرحو جوړولو په موخه هر اړخیز معلومات او پایلې شریکي شوې.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همکاري د «ټولنې اصلاح او فکري رغښت» تر سرلیک لاندې یو ورځني جوړ شوي سمینار کې، چې د بېلابېلو ادارو شاو او خوا ۳۵۰ تنه استازو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، اداري چارو د لا ښه تنظیم او ورځنیو دندو د اغېزمن ترسره کولو په موخه، د «وخت مدیریت» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، اداري چارو د لا ښه تنظیم او ورځنیو دندو د اغېزمن ترسره کولو په موخه، د «وخت مدیریت» تر سرلیک لاندې درې. . .

BACK TO NEWS