غزني پوهنتون کې له ګڼ شمېر محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پنځو فرامینو د مجموعې کتاب ازموینه ترسره شوه.
غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تطبیق او ښه پوهاوي په موخه له ګڼ شمېر محصلینو څخه د پنځو فرامینو د مجموعې کتاب ازموینه ترسره شوه.
دغه ازموینه د پوهنتون د مسؤلینو تر څار لاندې واخیستل شوه، چې په کې د بېلابیلو پوهنځیو محصلینو ګډون کړی و. د ازموینې موخه د یادو فرامینو د محتوا په اړه د محصلینو د پوهې ارزونه او د هغوی د علمي کچې لوړول یاد شوي دي.
په ورته مهال مسؤلینو د ازموینې د بهیر پر شفافیت او د هر ډول د تقلب د مخنیوي په موخه ډاډ څرګند کړ، او زیاته یې کړه چې دا ډول علمي فعالیتونه د محصلینو د فکري روزنې او د رسمي لارښوونو د ښه درک، تطبیق او عامه پوهاوي لپاره مهم رول لري.
باید وویل شي چې د یادې ازموینې د پایلو له اعلان سره سم به د لوړو نمرو اخیستونکې محصلین به په غوره ډالیو ونازول شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
ورځ او نېټه: یکشنبه
۰۵/۰۱/۱۴۴۸ه ق
۳۱/۰۳/۱۴۰۵ه ش
۲۱/۰۶/۲۰۲۶م
