غزني پوهنتون کې له ګڼ شمېر محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پنځو فرامینو د مجموعې کتاب ازموینه ترسره شوه.

gu_user1
Sun, Jun 21 2026 2:17 PM
qw

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تطبیق او ښه پوهاوي په موخه له  ګڼ شمېر محصلینو څخه د پنځو فرامینو د مجموعې کتاب ازموینه ترسره شوه.

دغه ازموینه د پوهنتون د مسؤلینو تر څار لاندې واخیستل شوه، چې په کې د بېلابیلو پوهنځیو محصلینو ګډون کړی و. د ازموینې موخه د یادو فرامینو د محتوا په اړه د محصلینو د پوهې ارزونه او د هغوی د علمي کچې لوړول یاد شوي دي.

په ورته مهال مسؤلینو د ازموینې د بهیر پر شفافیت او د هر ډول د تقلب د مخنیوي په موخه ډاډ څرګند کړ، او زیاته یې کړه چې دا ډول علمي  فعالیتونه د محصلینو د فکري روزنې او د رسمي لارښوونو د ښه درک، تطبیق او عامه پوهاوي لپاره مهم رول لري.

باید وویل شي چې د یادې ازموینې د پایلو له اعلان سره سم به د لوړو نمرو اخیستونکې محصلین به په غوره ډالیو ونازول شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

ورځ او نېټه: یکشنبه

۰۵/۰۱/۱۴۴۸ه ق

۳۱/۰۳/۱۴۰۵ه ش

۲۱/۰۶/۲۰۲۶م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS