غزني پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې او نشه یی توکو سره د مبارزې کمېټې ناسته د چاپیریال ساتنې په تړاو د عامه پوهاوي سمینارونو د تدویراو نشه یې توکو سره د مبارزې په موخه تر سره شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۲۳
dt

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۳، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۸، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۹، ۲۰۲۵م

 غزني پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېټې ناسته د څېړنو او علمې مجلې د مرستیال پوهندوی احسان الله کامران په مشرۍ او ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.
چې پکې د چاپېریال د پاک ساتلو، د شنو ساحو د پراختیا، د چاپیریال ساتنی اړوند د عامه پوهاوي د لوړولو علمي سمینارونو په تدویر، او د نشه‌يي توکو د ناوړه اغېزو په اړه خبرې وشوې. ګډونوالو د پوهنتون په کچه د پوهاوي پروګرامونو د پیل، د محصلینو د فعاله ګډون، او د کوکنارو بدیل کښت ترڅنګ په یوشمېر متفرقه مسأیلو بحث او لازمي پریکړي وشوې.
همدا راز د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې چاپېریال ساتنه او د نشه‌يي توکو مخنیوی یوازې د دولت کار نه دی، بلکې ټولنه، په ځانګړي ډول ځوان نسل باید پکې فعاله ونډه واخلي.
د کمېټې مسؤولینو څرګنده کړه چې دا ډول ناستې به دوامداره وي، څو همکاري او همغږي پیاوړې شي، او د یوه سالم او پاک چاپېریال لپاره ګډ اقدامات ترسره شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS