غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو ته د آنلاین کتابخانې پیژندنې، او معتبرو سرچینو اغېزمن کارولو تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۴۲
mc

ورځ: پنج شنبه
۲۲/ذالحجه/ ۱۴۴۶ه ق
۲۹/ جوزا / ۱۴۰۳ هـ ش
۱۹/ جون / ۲۰۲۵ ميلادي  

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د الکترونیکي زده کړو فرعي کمېټې په نوښت د یاد پوهنځي د استاد ښاغلي پوهندوی احسان الله کامران له لوري د څلورم ټولګي محصلینو ته د آنلاین کتابخانو، باوري منابعو پېژندنه او اغېزمن کارولو تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار وړاندې شو.
په دغه سمینار د ښاغلي کامران له لوري محصلینو ته د آنلاین کتابخانو، علمي معتبرو منابعو هر اړخیزه  پيژندنه او د معتبرو علمي منابعو ځانګړنې، د آنلاين کتابخانو او معتبرو علمي منابعو اغیزمن کارولو اړوند مکمل معلومات شریک او د پورتنیو موضوعاتو اهمیت ورته په ډاګه شول.
د یادونې وړده چې په دغه سمینار کې د کرنې پوهنځي د ۶۰ تنه په شاو او خواکې د څلورم ټولګي محصلینو برخه اخیستي وه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS