د غزني پوهنتون رهبري شورا ناسته ترسره شوه او د محصلینو د علمي سیر، HEMIS سیستم اړوند د تیرو کالونو د شوقو او یو شمیر نورو موضوعاتو په باره کي د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۱:۱۰
az

ورځ او نېټې: پنج شنبه

د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب ۲۲ مه

د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال دلوه ۴ مه

د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنورۍ ۲۳ مه

نن ورځ د غزني پوهنتون رهبري شورا ناسته د دغه پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره او د محصلینو د علمي سیر، HEMIS سیستم اړوند د تیرو کالونو د شوقو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په باره کي د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي وشوې.

د ناستي پیل د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره وشو.

ورپسې عمومي رئیس ښاغلي منصور د شورا غړو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل، او له مسؤلینو څخه د تیرو شوراوو د پریکړو او چارو پر وخت د ترسره کولو غوښتنه وکړه. او د اجنډا سره سم د تیري رهبري شورا د پریکړو او په اړوند یې ترسره شويو کړنو ته لنډه کتنه وشوه.

همدارنګه د علمي چارو مرستیال د ټولو پوهنځیو او څانګو موجودو ستونزو د یاداوري ترڅنګ وویل چې دغه مشکلات حل او ضرورتونه رفع شوي، همدارنګه د دعوت او ارشاد آمریت د پریکړو د پر وخت تطبیق، د خدماتي کارکوونکو له لوري د پوهنتون د مهمو ساحو پاک کاري او ورته لازمه توجه، د محصلینو په علمي سیر، د خریداري هیئت او پوهنتون کې د رهبري اړوند سیمینارونو دائرول، او د پوهنتون د چاپیریال څخه د سیلابي اوبو د مخنیوي اړوند د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست سره خبره شوي چې په اړوند به کړنه ترسره او دغه اوبه به د پوهنتون له ساحې څخه وګرځول شي، او د برق بیل د کنټرول او نورو مصارفو د مخنیوي اړوند کمېټه وټاکل شوه او کمېټې ته دنده ورکړل شوه چې باید د پوهنتون په دفترونو نظارت وکړي او د دغو مصارفو مخنیوی وکړي، د علماوو د امتحان جریان شریک او وویل شول چې دغه پروسه په ډیره شفافه توګه ترسره او پای ته ورسيده ، د HEMIS سیستم اړوند د تیرو کلونو د شوقو او د مختلفو کمېټو د غړو د مکافاتو او مجازاتو او تر څنګ یې په یو شمیر متفرقه او مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

او ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS