دیپارتمنت مالی وبانکی
۱.۱. د منجمنټ او تشبثاتو څانګې تاریخچه
د منجمنټ او تشبثاتو څانګه د اقتصاد پوهنځي تاسیس سره یو ځای رامنځته شوې ده، دا څانګه د بازار اړتیا له مخې په ۱۳۹۱ لمریز لېږدیز کال کې د غزنی پوهنتون په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ رامنځته شوې ده.
د منجمنټ او تشبثاتو څانګې تر دې دمه په څلورو دورو کې ۴۱۴ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي او زیاتره یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په خدمت بوخت دي، پوهنځی د تشکیل له مخې یاده څانګه کې ۶ تنه استادان شتون لري،او تر دې دمه یې دری تنه یې عملا په تدریس بوخت دي، یو تن یې ترکیه هېواد کې دوکتورا پروګرام کې بوخت دی او دوه تنه نور بیا تمه ده چې ۱۳۹۹ ل ل کال، پسرلني سمستر کې استخدام پروسه پای ومومي او تدریس چارې پیل کړي،یادې څانګې استادان ژمن دي چې محصلین په نوي درسي میتودونو و روزي، څانګې د نورو پرمختګونو په موخه ، پلان کې ده چې راتلونکې کې په عصري او نوي فکر سمبال کادرونه په یاده څانګه کې جذب شي او ددې څانګې د لا زیات پرمختګ سبب شي.
۲.۱.د منجمنټ او تشبثاتو څانګې لرلید( Vision)
منجمنټ او تشبثاتو څانګه به په ملي او سیمه ییزه کچه په منجمنټ او تشبثاتو برخه کې د مسلکي کادرونو په روزلو سره یوه سیاله او مخکښه څانګه و اوسي
۳.۱.د منجمنټ او تشبثاتو څانګې ماموریت (Mission)
منجمنټ او تشبثاتو څانګه د معیاري تحصیلي نصاب په درلودلو سره په کاروباري مدیریت چارو کې د هېواد په کچه د کار بازار د تقاضا مطابق تحصیلي خدمتونه وړاندې کوي:
۴.۱.د منجمنټ او تشبثاتو څانګې موخې
دا څانګه لاندې موخو ته درسېدو لپاره هلې ځلې کوي:
- د هیواد د ځوانو استعدادونو روزل او د دوی د تجربو د ډېرولو لپاره هلې ځلې کول.
- د ټولنې ته د لوړ کیفیت خدمت لپاره د علم او تجربو په ګاڼه د ځوانو کدرونو سمبالول او د خدمت په موخه یې ټولنې ته وړاندې کول.
- ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کېدونکي استعدادونه د عصري ټکنالوژۍ سره آشنا او سمبالول.
- د لوړو زده کړو او دهېواد دپرمختګ په موخه د ځوانو استعدادونو هڅونه او دمثبتو مفکورو ترویجول.
۵.۱.د منجمنټ او تشبثاتو څانګې تشکیل
نوموړې څانګه اوسمهال ټولټال څلور تنه استادان لري چې یو یې آمر او پاتې نور یې غړي دي :