غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، اداري چارو د لا ښه تنظیم او ورځنیو دندو د اغېزمن ترسره کولو په موخه، د «وخت مدیریت» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۷
aq

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، اداري چارو د لا ښه تنظیم او ورځنیو دندو د اغېزمن ترسره کولو په موخه، د «وخت مدیریت» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
په یاد دری ورځني ورکشاپ کې اداري کارکوونکو ته د وخت د ارزښت، د کاري لومړیتوبونو ټاکلو، د ورځنیو چارو د منظم پلان جوړولو، د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي او د دندو د پر وخت او اغېزمن ترسره کولو په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شوې.
د ورکشاپ موخه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د کاري نظم پیاوړتیا، د وخت د غوره مدیریت له لارې د چارو چټکتیا او د اداري فعالیتونو د کیفیت لوړول و.
د یادونې وړ ده چې دغه درې ورځنی ورکشاپ د غزني پوهنتون د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د اداري چارو د لا ښه تنظیم په لړ کې ترسره شو.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۰۴ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۲۷ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۱۸م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS