غزني پوهنتون کې کرنې پوهنځي د خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا او هڅونې په موخه، څلور تنه غوره څېړونکي استادان او څلور تنه غوره مونوګراف لیکونکي محصلین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستایل.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۱۱
rt

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي له لوري  د تیر ۱۴۰۴ هـ.ش کال، څلور تنه غوره څېړونکي استادان او څلور تنه غوره مونوګراف لیکونکي محصلین د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا او هڅونې په موخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستایل.
د یادو مراسمو پرمهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د علمي څېړنو ارزښت، د استادانو او محصلینو د علمي هڅو رول او د کرنې په برخه کې د نوښتګرو او عملي څېړنو پر اړتیا خبرې وکړې؛ او زیاته یې کړه چې د غوره څېړونکو او مونوګراف لیکونکو ستاینه د علمي استعدادونو د هڅونې، د څېړنې د فرهنګ د پیاوړتیا او د کیفیت لرونکو علمي فعالیتونو د پراختیا لپاره اغېزمن ګام دی.
دارنګه د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل ثابت احمد باوري د یاد پوهنځي له لوري د ترسره شویو څېړنيزو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 
او همداراز يې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال څلور غوره څېړونکي استادان او څلور غوره مونوګراف لیکونکي محصلین د خپلو علمي هڅو او لاسته راوړنو له امله د تقدیرنامو په ورکولو سره یې د هغوی هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده چې غزني پوهنتون د علمي څېړنو، نوښتونو او د محصلینو د علمي استعدادونو د ودې په برخه کې د لا ډېرو هڅو د ملاتړ او هڅونې په موخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۰۴ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۲۷ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۱۸م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS