غزني پوهنتون کې د محصلینو مسلکي وړتیاؤ لوړولو او د کارموندنې بازار ته د هغوی چمتو کولو په موخه د “سي وي لیکنې او بریالۍ مصاحبې” تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۵:۲۳
aq

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د ټولو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلینو د مسلکي وړتیاؤ لوړولو او د کارموندنې بازار ته د هغوی چمتو کولو په موخه د سي وي لیکنې او بریالۍ مصاحبې تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو.
 د سمینار پیل د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو. وروسته یاد سمینار د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنیار عبدالحسین نظري له لوري وړاندې شو، چې پر مهال یې د معیاري سي وي لیکلنې، د دندې لپاره د غوښتنلیک ترتیب، د کاري مصاحبې مهمو اصولو، په ځان باور پیاوړتیا او د بریالۍ مرکې تخنیکونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ګډونوالو محصلینو دغه روزنیز پروګرام ګټور وباله او ویې ویل، چې ورته سمینارونه د دوی د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو او راتلونکو کاري فرصتونو ته د چمتووالي په برخه کې مهم رول لري.
غزني پوهنتون هڅه کوي ترڅو د نظري زده کړو ترڅنګ محصلین له عملي او مسلکي مهارتونو سره سم وروزي، څو د فراغت وروسته وکولای شي په ټولنه او کاري ډګر کې اغېزمن رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۲۴ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۲۱ مه
۲۰۲۶م، مې ۱۱ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS