کرنې پوهنځۍ ریس  پوهنمل محمد عمر درویش ژوندلیک

 

  پوهنمل  استاد محمد عمر درویش د غزني ولایت قرباغ ولسوالي دارباب کلي  په يوه متدینه  او روښنفکره کورنۍ کښې په کال  ۱۳۵۹ه.ل. چی د  ۱۹۸۰.م. سره سمون لری  دی  نړئ ته سترګې رغړولي  دي . خپلې لومړنۍ  او ثانوی  زده کړي یې دقره باغ ولسوالۍ   د سلطان محمود عالي لیسه   کښې په  کال ۱۳۷۶ کښې بشپړه  او په اعلی درجه  د دولسم ټولګي فراغت ترلاسه کړ  . د کورنۍ ستونزو او د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو   ته د زمینی په نه مساعیدو سره د هیواد څخه بهر د حلالی روزی پیداکولو په موخه  پاکستان ،ایران او متحده اماراتو ته سفرونه وکړل . په هیواد کښې د نوی نظام رامنځه ته کیدو سره سم هیواد ته راستون شو . د علم او زده کړې سره د بې کچې مینې  او هیواد خدمت ته دلیوالتیا  په موخه  یې دسلطان محمود عالي لیسې  کې دښوونکې دنده پیل کړه ، چې له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۳ پوري دغه مقدسه دنده مخته بوتله،   وروسته دفطري لیوالتیا او له وخت سره همغاړیتوب په تکل یې ۱۳۸۳   د کانکور ازموینې دګډون په پایله کې د ننګرهار پو هتنون کرنی پوهنځي ته بریالی  او په کال ۱۳۸۷ کښې په کادرې درجه فارغ شو.  د خپلو هلوځلو  پوهی  او په خپل مسلک کښی هیواد ته خدمت کولو    په  اساس د ازادې سیالۍ له لارې  په ۱۳۸۸ /۱۱/۲۷  نیټه د غزنی پوهنتون کرنی پوهنځی ته د استاد په توګه بریالی شو  . وروسته له  شپږ کلن خدمت څخه په ۱۳۹۴ کال دیوې رقابتي پروسې ترشا کیدو وروسته  د قزاقستان هیواد دماسترۍ بورسونو ته بریالی شو . هلته د یو کال د الفرابي نړیوال پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی څخه  روسي ژبې زده کړي سند ترلاسه کړ او وروسته د ماستري زده کړي، په روسي ژبه  د یاد هیواد   الماتا ښار قزاقستان اګرارنین ملی پوهنتون (КазНАУ) نباتي بایوتیکنالوژی  څانګه کښې له  ۲۰۱۵- څخه تر ۲۰۱۷ کال  پوری په بریا  پای ته ورسولی . هیواد ته له راستنیدو سره سم په خپله مقدسه دنده پیل او د یو کلني تدریس وروسته دکرنی پوهنځی سرپرست او ورپسې دپوهنتون په وړاندیز ، دلوړو زده کړو وزارت دتاید په بنسټ په ۱۳۹۹ کال دغزني پوهنتون دکرني پوهنځۍ ریس په توګه  رسما وټاکل شو.

نوموړی 1399/03/24 نیټی څخه وروسته په رسمی توګه  د حقوقو او کادری  امتیازاتو   په درلودلو سره  دکرني پوهنځی  دریاست چاری پرمخ وړی .

اثار :

  1. دسبو تولید  درسی کتاب له انګلیسې څخه پښتو ته ژباړه .
  2. دانګورو د مایکرو تکثیر په برخه کی دری علمی څیړنیزې مقالې په نړیوالو ژورنالونو کې نشر شوي.
  3. دمیوو روزنې درسي کتاب له انګلسې پښتو ته ژباړه .
  4. په نړیوالو ژورنالونو کې  دری نوری  علمي او تحقیقاتي مقالي نشرول .

پوهنتوني فعالیتونه :

  1. دپوهنځۍ دټولو  علمی او اداری چارو څارنه .
  2.  دپوهنتون په سطحه دعلمي شورا ، رهبري شورا، ستراتیژیک پلان کمیټه ، کیفیت لوړونې او باور ورکونې کمیټه کې غړیتوب او فعال ګډون درلودل .

ژبې :

د ملی ژبو (پشتواو دري) سربیره په  روسي ، اوردو او انګلیسي باندې بشپړ برلاسی لري.