د غزني پوهنتون ماموریت او لیدلوری

 لیدلوری:

غزني پوهنتون په پام کې لري، د تدریس، څېړنې او معیاري خدمتونو له لارې د افغانستان او سیمې له اړتیاو او د بازار موندنې له غوښتنو سره سم، د یوه غوره او معتبر تحصیلي مرکز په توګه د هېواد په کچه وپېژندل شي.

 

ماموریت:

غزني پوهنتون د هېواد په کچه د یوه علمي بنسټ په توګه، خپلو شته فرصتونو او امکاناتو ته په کتو، د مسلکي کادرونو روزنې او د بشري پانګې وړاندې کولو ته چې یوه ستره ملي اړتیا شمېرل کېږي ژمن دی.