د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت دوهم پړاو ارزونه ترسره شوه

gu_user
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۰:۲۸

 

 

د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت دوهم پړاو ارزونه ترسره شوه
د لوړو زده کړو وزارت اړوند د تضمین کیفیت ریاست لخوا د پوهنمل محمدامین احمدزي په مشرۍ، چې دکتور داود احمدزي او پوهنیار ذاکرالله فایق یې ملتیا کوله د روان کال د غبرګولې میاشتې له ٢٢ مې نېټې سره سم یې د لسو ورځو په ترڅ کې د غزني پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه لیدنې وکړې او د تضمین کیفیت د لوړاوي او باور مندۍ له مخې یې په بشپړ ډول ارزونه ترسره کړله.
د غزني پوهنتون رهبري غړي دلوړو زده کړو محترم وزارت له راغلي پلاوي څخه دزړه له تله مننه کوي، چې د ځانګړي احساس له مخې یې یاد پوهنتون ته د ارزونې په موخه تشریف راوړی و . دغه راز د پوهنتون له ټولو اکاډمیکو غړو او اداري کارکوونکو څخه هم مننه کوي، چې د تضمین کیفیت په برخه کې یې د خپل توان په اندازه خپلې هڅې په ښه توګه تر سره کړي.
 

د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت دوهم پړاو ارزونه ترسره شوهپوهنتون غزنی برای عبور از مرحله دوم تضمین کیفیت و اعتبار دهی مورد ارزیابی قرار گرفت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS