انګلیسي ژبو او ادبیاتو څانګه
۳.انګلیسي ژبو او ادبیاتو څانګه
۱.۳. د څانګې د مشر ژوندلیک :
پوهنیار غلام یحی اصغري د ۱۳۶۸ لمریز کال د ثور په شلمه نیټه ، د افغانستان په غزني ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولې دي ، زده کړې یې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د شهید ډاکتر زبیر په لیسه کې کړې دي ، د کانکور تر ازموینه وروسته په ۱۳۸۸ کال کې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ( د هرات پوهنتون ، ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ، انګلیسي څانګې ) ته بریالی شوی دی ، په ۱۳۹۱لمریز کال کې له یاد پوهنځي فارغ شوی دی .
اصغري په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د آزادې سیالۍ له لارې د غزني پوهنتون ، ژبو او ادبیاتو پوهنځي ، انګلیسي څانګه کې د علمي کادر د غړي په توګه و ګمارل شو ، ښاغلی استاد تر دری کاله تدریس وروسته ، د علمي کچې د لوړولو په پار ، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت د فوق لسانس بورسونو له لارې ، ایران هیواد ماسټرۍ پروګرام ته لاره پیدا کړه ، له یاد هیواد څخه یې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ماسټرۍ درجه لاسته راوړه ، ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د میزان په میاشت کې بیرته غزني پوهنتون ته راوګرځید او په تدریس یې پیل وکړ .
استاد د تدریس تر څنګ د تضمین کیفیت ، علمي څیړنو او د پوهنځي د ازموینو د کمیټو غړیتوب هم لري .
پوهنیار غلام یحی اصغري په ۱۰/۱۰/۱۳۹۸ نیټه د انګلیسي څانګې د مشر په توګه وګمارل شو ، او تر اوسه پورې د یادې دندې مسولیت د ده پر غاړه دی .
۲.۳. د انګلیسي څانګې اوسنی وضیعت او تاریخچه :
د انګلیسي څانګې بنسټ په ۱۳۹۱/۲۰۱۲ کال کې ، د ښوونې او روزنې پوهنځي په چاوکاټ کې د څلویښت نفري ټولګي په رامنځته کیدو سره کیښودل شو ، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې له یاد پوهنځي څخه د ژبو څلور څانګو ( پښتو ، دري ، عربي او انګلیسي ) په بیلېدو د ژبو او ادبیاتو پوهنځي بنسټ کیښودل شو ، انګلیسي د یاد پوهنځي د یوې فعالې څانګې په توګه و پیژندل شوه ، دې څانکې تر اوسه پورې د ټولنې د خدمت لپاره پنځه دورې د لسانس په کچه فارغین ورکړي دي ،او د پښتو ، دري او عربي څانګو ترڅنګ یې د هیواد لپاره وړ خدمتونه تر سره کړي دي ، انګلیسي څانګه هر کال د کانکور ازموینې له لارې شاوخوا (۶۵) زده کړیالان جذبوي ، دغه څانګه تر اوسه پورې یواځې څلور ټولګي د ورځې په برخه کې لري ، یادې څانګې خپل استادان په هیواد کې د ننه او له هیواده بیرون د ماسټرۍ کوروسونو ته ور پیژندلي دي چې همدا یې لویه لاسته راوړنه ده ، د دې تر څنګ یې څو تنه ممتاز زده کړیالان بهرنیو بورسونو ته ور پیژندلي او لیږلي دي ، د دې څانګې مهمه لاسته راوړنه داده چې له خپلو فارغ شوو ښځینه زده کړیالانو څخه یوه یې د استادې په توګه ګمارلې ده ، یاده استاده د آزادې سیالۍ له لارې په همدې څانګه کې ګمارل شوې ده .
انګلیسي دغزني پوهنتون ، ژبو او ادبیاتو پوهنځي د نورو څانګو تر څنګ د هیواد د اړتیا وړ څانګې په توګه د کمي او کیفي خدمتونو په تر سره کولو کې ونډه لرلې ده .
دمګړۍ انګلیسي څانګه پنځه ماسټران او یو تن لسانس استاد لري چې د (۱۸۹) تنه زده کړیالان ( ۱۲۶ تنه نارینه او ۶۳تنه ښځینه ) په ښونه او روزنه او ټولنې ته د متخصص او مسلکي بشري ځواک په وړاندې کولو بوخت دي ، د دې تر څنګ تدریس ، ژباړه ، څیړنه ، تالیف او په مختلفو برخو کې د زده کړیالانو لارښونه د یادې څانګې د استادانو له لومړیتوبونو شمیرل کیږي .
۳.۳. د انګلیسي څانګې د استادانو پیژندګلوي :
| 
			 څانګه  | 
			
			 ګڼه  | 
			
			 نوم او تخلص  | 
			
			 د پلار نوم  | 
			
			 د تحصیل کچه  | 
			
			 علمي رتبه  | 
			
			 کتنې  | 
		
| 
			 انګلیسي ژبې او ادب څانګه  | 
			
			 ۱  | 
			
			 غلام یحی اصغري  | 
			
			 عبدالحسین  | 
			
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنیار  | 
			
			 
  | 
		
| 
			 ۲  | 
			
			 رحیم الله رامش  | 
			
			 امین الله  | 
			
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنیار  | 
			
			 
  | 
		|
| 
			 ۳  | 
			
			 مجتبی جمال  | 
			
			 علي جان  | 
			
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنیار  | 
			
			 
  | 
		|
| 
			 ۴  | 
			
			 غازي محمد تکل  | 
			
			 نذیرمحمد  | 
			
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنیار  | 
			
			 
  | 
		|
| 
			 ۵  | 
			
			 ظریفه رحیمي  | 
			
			 حاجي خان  | 
			
			 لسانس  | 
			
			 نامزد پوهنیار  | 
			
			 
  | 
		|
| 
			 ۶  | 
			
			 خالد احمد سروري  | 
			
			 
  | 
			
			 ماسټر  | 
			
			 نامزد پوهنیار  | 
			
			 
  | 
		
۴.۳. د انګلیسي ژبې او ادب څانګې موخې :
د انګلیسي ژبې او ادب تدریس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د تحصیلي سیستم د درسي نصاب یوه برخه ده ، د انګلیسي ژبې او ادب په برخه کې متخصص ښوونکو روزل د یادې څانګې له ارزښتمنو موخو شمیرل کیږي .
دا چې د انګلیسي ژبې تدریس د افغانستان د درسي نصاب یوه برخه ده ، د انګلیسي ژبې د متخصص ښوونکو روزل د څانګې له لوړو ارزښتونو شمیرل کیږي ، دغه څانګه د علمي او اکادمیکو فعالیتونو تر څنګ د ټولنې کلتوري او سیاسي افکارو پراختیا لپاره او د هیواد لوړو زده کړو موسسو ، نیمه عالي ښوونیزو موسساتو او معارف لپاره د علمي او مسلکي کادرونو روزنه خپل رسالت بولي ، همدارنګه له انګلیسي متنونو په استفاده د استادانو او زده کړیالانو لپاره د علمي څیړنو د لارو چارو ښودل او په بیلابیلو برخو کې د دوی علمي او څیړنیزو تکړه توبونو ته پراختیا ورکول د یادې څانګې له لومړیتوبو ګڼل کیږي .
دغه څانګه د علمي کسانو لکه : استادانو ، څیړونکو ، زده کړیالانو تر منځ د نیکو اړیکو ټینګښت ته ژمنه ده ، د دې تر څنګ د نورو هغو کسانو سره چې له انګلیسي ژبې څخه په خپلو علمي پرمختګونو کې ګټه اخلي لکه د انجینرۍ علم ، د تکنالوژي علم ، صنعت او طبي علم او نور هر اړخیزې مرستې کوي ، زده کړیالان تربیه ، او فارغوي .
د دې څانګې فارغین نه یواځې په ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه په دنده ګمارل کیږي ، د دې تر څنګ په ټولو خصوصي او دولتي ادارو کې چیرته چې د انګیسي ژبې څخه استفاده کیدای د ژباړونکو یا هم اړوندې څانګې د کارمند په توګه دنده ورکول کیدای شي ، چې دا چاره د ملي آسانتیا سبب کیږي .
۵.۳. د انګلیسي ژبې او ادب څانګې ماموریت او لید لوری :
۱.۵.۳ لیدلوری :
دا چې انګلیسي ژبه د نیمه عالي او لوړو زده کړو د بیلابیلو څانګو او تکنالوژۍ ژبه ده نو زده کړه یې د هر علمي شخص لپاره اړینه ده ، د بین المللي اړیکو د نړیوال کیدو بهیر ته په کتو ، رادیویي او تلویزیوني پروګرامونه ، نړیوالې سوداګرۍ او د نویو علومو تدریس ټول په انګلیسي ژبه تر سره کیږي ، نو په اوسنۍ مډرنه نړۍ کې له دې ژبې سره نه بلدتیا د ژوند نه کولو په معنا ده ، انګلیسي یوه نړیواله ژوندۍ ژبه ده ، په نړۍ کې د خبرو اترو له مخې تر ټولو ژبو زیات پلویان لري .
غزني پوهنتون ،انګلیسي څانګه پر دې باور ده چې انګلیسي ژبه د زده کړو په پرمختګ باندې مستقیما اغیز لري ، نو همدا لامل دی چې د دې ژبې د زده کړې مینوال ورځ تر بلې ډیریږي ، ځکه د دې څانګې ډیری مینوال په دې باور دي چې په دې څانګه کې له لسانس اخستلو وروسته کولای شي د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او ډاکترۍ تر کچې زده کړې وکړي .
۲.۵.۳. ماموریت / رسالت
د غزني پوهنتون انګلیسي څانګه د تاسیس له لومړیو د انګلیسي ژبې او ادب د تدریس په چارو کې د زده کړیالانو او ځوانانو په روزنه او ټولنې ته په خدمت بوخته ده ، په دې څانګه کې له تدریس څخه زموږ موخه د داسې ښوونکو روزل دي چې د نظري او عملي پوهې خاوندان وي ، ثانوي او لیسه دوره کې د تدریس وړتیا ولري ، د دې تر څنګ د مثبت اند په لرلو او د خپلې وړتیا په اساس زده کوونکي د همدې ژبې د زده کړې لپاره لیواله کړي ، دا چې د انګلیسي ژبې د زده کړې مینه وال ډیر دي ، نو د انګلیسي ژبې او ادب څانګه ، یادې اړتیا ته په کتو او د نن ورځې غوښتنو ته په پام سره دغه غوښتنو ته متوجه ده .
۶.۳. د قوت ټګي او فرصتونه :
- انګلیسي څانګه په مختلفو برخو کې پنځه تنه ماسټر استادان لري لکه : ( ایران جمهوري اسلامي هیواد له تهران پوهنتون څخه یو تن ، دوه تنه ټیسول (TESOL)ماسټر د کابل ښوونې او روزنې شهید استاد رباني پوهنتون او د مالیزیا هیواد له (UTM) څخه ، د هندوستان له عثمانیه پوهنتون څخه د ژبپوهنې په برخه کې یو تن ، له هندوستان هیواد څخه یو تن ) ، همدارنګه په انګلیسي څانګه کې یو تن لسانس استاد په تدریس بوخت دی چې په لنډ وخت کې به په هیواد کې د ننه یا هم له هیواد بهر د ماسټرۍ پروګرام ته وپیژندل شي .
 - څانګې ته د زده کړیالانو راتګ او مینه .
 - په تدریسي چارو کې د ژمن او متخصص کادر درلودل .
 - له څانګې سره اړوند پر علمي موضوعاتو سیمنارونه دایرول .
 - د استادانو د خپل ځان (خودي) ارزیابي تر سره کول .
 - د (OBE,SCL) د پروګرام پلي کول .
 - د انګلیسي ژبې او ادب څانګې د ستراتیژیک پلان سمونه او نوي کول .
 - هر کال د لسانس په کچه د شاوخوا ( ۶۰) زده کړیالانو فارغول .
 - د استادانو د علمي رتبو ارتقا .
 - له ملي ژبو ( پښتو او دري ) څخه انګلیسي ژبې ته او برعکس له انګلیسي څخه ملي ژبو ( پښتو او دري ) ته د غزني پوهنتون اړوند ویبسایټ ته د موادو ژباړل .
 - له ملي ژبو (پښتو او دري ) څخه انګلیسي ژبې ته د غزني پوهنتون د پنځه ګونو پوهنځیو د زده کړیالانو د پایلیکونو عنوانونو ژباړل .
 - د استادانو د علمي ترفیعاتو په پار د انګلیسي ژبې د سویې تثبیت ازموینې اخیستل .
 - په اړوندو پوهنځیو او څانګو کې د انګلیسي ژبې او ادب تدریس .
 - د تدریس د څرنګوالي ارزونه .
 
۷.۳. کمزوري ټکي :
- د مشخصې کاري زمینې نشتون .
 - د ګمارل شوو کسانو د دقیقو شمیرو نشتون .
 - د څیړنې او درسي مواد د تیارولو په پار د غزني پوهنتون او ژبو او ادبیاتو پوهنځي په سطح د معیاري کتابتون نشتون .
 - د زده کړیالانو لپاره د ژبې د لابراتوار (Language Lab) نه لرل .
 - د زده کړیالانو د لیدلو د تکړه توب د پراختیا لپاره د پراجکټور نه لرل .
 - د اوریدلو تکړه توب د پراختیا په پار د لوډسپیکر نه لرل .
 - د څانګې د تدریسي او اداري چارو پرمخ وړلو لپاره د یوه پایه کمپوټر نه لرل .
 - په تحصیلي نصاب کې د ځینې مسلکي مضامینو لکه : ( ادبي کره کتنه ) نه درلودل .
 - د څانګې مخکینیو وړاندیزونو ته د پوهنتون ریاست نه پاملرنه .
 - د معیاري ټولګیو نشتون .
 - د استادانو لپاره د وړ درسي خونو نشتوالی .
 
دغازی محمد تکل د پرزنتشن دانلودول لپاره لاندی لینک کلینک کړي