غزني پوهنتون کې د رهبري غړو د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د فعالولو او طب پوهنځي تدریسي بلاک د ترمیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
Wed, Dec 31 2025 3:27 PM
yu

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ، د معاون صاحبانو او د پوهنځيو له رئیس صاحبانو سره؛ د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د فعالولو د او د طب پوهنځي د تدریسي بلاک د پاتي چارو د ترسره کولو او ترمیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د ناستې پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې عمومي رئیس د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې، د یادو پوهنځیو لپاره د ورکړل شوي تشکیل په اړه معلومات ورسره شریک کړل او د رهبری له غړو څخه یې د دغو دوو پوهنځیو د فعالولو اړوند د مشورې اخیستلو غوښتنه وکړه.
وروسته د رهبري غړو د یاد تشکیل په منظوري خوښي څرګنده کړه او دایې د غزني پوهنتون د رهبرۍ د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو پایله وبلله؛ او دارنګه یې د طب پوهنځي د تدریسي بلاک د پاتي چارو په ژر پیل او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري په پوهنتون کې  د فوټبال میدان په جوړولو او په راتلونکې ۱۴۰۵ هـ ش کې د ځینو زیربنایې پرژو او ودانیو جوړولو او د پوهنتون په مهمو لومړیتوبونو باندې خبري او اتري وکړې.
ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۰ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۰ جدې۱۴۰۴هـ ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS