غزني پوهنتون کې محصلینو ته د انګلیسي ژبې دری میاشتنۍ زده کړه ییزه برنامه پای ته ورسېده.
غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري محصلینو ته د انګلیسي ژبې پیل شوې درې میاشتنۍ زده کړهییزه برنامه پای ته ورسېده. دغه برنامه چې د یاد معاونیت او یو خصوصي کورس د ګډو علمي همکاریو د هوکړه لیک په اساس مخته وړل کېده؛ چې پکي د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو محصلینو ګډون کړی و، چې د دریو میاشتو په موده کې یې د انګلیسي ژبې په اړوند بنسټیز او پرمختللي مهارتونه زده کړل.
په ورته مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري وویل: چې د انګلیسي ژبې زده کړه د اوسني عصر یوه اساسي اړتیا ده. زموږ محصلین باید وتوانېږي چې نړیوالو سرچینو ته لاسرسی ولري او خپل مسلکي ظرفیتونه پیاوړي کړي. دا درې میاشتنی کورس همدغې موخې ته د رسېدو لپاره یو اغېزمن ګام و.
دارنګه محصلینو هم د د پوهنتون له رهبري او د دغه کورس له استادانو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه ډول پروګرامونه دي لا نور ورته اضافه او دوامداره شي.
باید وویل شي د دغي برنامې لپاره د دلوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوی د انګلیسي ژبې نصاب تدریس او شاو خوا پکي ۱۲۰ تنه محصلینو ګډون کړی وو.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۲ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۲ قوس۱۴۰۴ه ش
