غزني پوهنتون کې استادانو ته د سټاټا سافټویر له لارې د زماني او پینل‌ډول معلوماتو د تحلیلي ارزونې اړوند علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Sun, Sep 14 2025 2:18 PM
zx

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۱۴ ، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت او د استادانو مسلکي آمریت په ګډه همکاري د څېړنو او علمي فعالیتونو د پیاوړتیا په لړ کې، د یاد پوهنتون استادانو ته د سټاټا سافټویر له لارې د زماني او پینل‌ډول معلوماتو د تحلیلي ارزونې په اړه یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

په دې سمینار کې د پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو استادانو ګډون کړی و. چې د دوکتور پوهنیار استاد عزیز الله فیضي له لوري ګډونوالو ته د سټاټا (STATA) سافټویر د علمي او څېړنیزو کارونو د اسانتیا او د کارولو څرنګوالي اړوند په عملي او نظري ډول وروښودل شو.

د سیمینار موخه د استادانو څېړنیزو وړتیاوو لوړول، د عصري سافټویرونو په مرسته د احصایوي معلوماتو تحلیلي کارول او د نړیوالو علمي معیارونو سره د څېړنو سمون ښودل وو.

ګډونوالو د روزنیزې برنامې په اوږدو کې د پینل ډیټا د تحلیل، د زماني لړۍ د څېړنې، او د څېړنیزو پایلو د دقیق تفسیر پر لارو چارو تفصیلي بحثونه وکړل.

د سمینار په پای کې استادانو د دغسې علمي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د څېړنو د کچې لوړوالی به د پوهنتون د علمي مقام د لا پیاوړتیا لامل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS