پوهندوی مفتي صاحب عزت نور د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو د نوي معاون په توګه معرفي او رسماً یې په خپله دنده پیل وکړ.

قمري نېټه: محرم الحرام ۹، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: سرطان ۱۴، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۵، ۲۰۲۵م
نن ورځ د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت لپاره پوهندوی مفتي صاحب عزت نور د ورسره راغلي پلاوي او د غزني پوهنتون د رهبرۍ په بدرګه د یو لړ ځانګړو او رسمي مراسمو په ترڅ کې د نوي معاون په توګه معرفي او په خپله دنده یې پیل یې وکړ.
په پیل کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور، ښاغلي مفتي صاحب او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلي ووایه او په چارو کې یې له الله تعالی د کامیابي غوښتنه وکړه او دارنګه یې د مسؤلیت او د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل: "مالي او اداري برخه د هر علمي بنسټ د ملا تیر دی، او موږ هیله لرو چې مفتي صاحب به د خپلې علمي، شرعي او اداري تجربې پر مټ د دې مهمې برخې لا ښه سمون ته کار وکړي."
وروسته ښاغلي پوهندوی مفتي صاحب عزت نور ته د دندې رسماً سپارښتنه وشوه، او هغه د خپلې وینا پر مهال وویل: "د غزني پوهنتون مالي او اداري معاونیت یو ستر مسؤلیت دی. ژمن یم چې د شفافیت، حساب ورکونې، قانونمحورې او اسانتیاوو رامنځته کولو اصل ته به لومړیتوب ورکړم.""
د مراسمو په پای کې د پوهنتون عمومي رئیس او یو شمېر، اداري کارکوونکو د نوي معاون له ټاکنې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د پوهنتون د اداري چارو بهیر به لا چټک، شفاف او لا ښه پر مخ لاړ شي.
باید وویل شي چې غزني پوهنتون د هېواد له مهمو علمي بنسټونو څخه دی چې د کیفي زده کړو، پیاوړې ادارې، او نوښتګر فکر له لارې هڅه کوي ځوان نسل ته روښانه راتلونکې ورجوړه کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت