غزني پوهنتون کې څلور تنو استادانو د خپلو علمي ترفېعاتو په موخه علمي-څېړنیز کنفرانسونه وړاندې کړل.

gu_user1
Sat, Feb 22 2025 2:52 PM
zx

ورځ: شنبه

٢٣/شعبان المعظم۱۴۴۶ه ق

۴/ کب / ۱۴۰۳ هـ ش

۲۲/ فبروري / ۲۰۲۵ ميلادي

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو پوهنمل عین الله کریمي، پوهنمل رحمت الله حیدري، پوهنمل سید صبغت الله ابراهیمي، او پوهنمل احسان الله شهامت له پوهنملي رتبو څخه د پوهندوی رتبې ته د ترفیع په موخه په ځانګړو مسلکي موضوعاتو علمي-څېړنیز کنفرانسونه وړاندې کړل.

د یادو کنفرانسونو پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو. چې پکې د شرعیاتو پوهنځي رئیس، استادان، د پوهنتون مشرتابه، د شپږو پوهنځیو مسؤلین، د څانګو آمرین، او یو شمېر استادانو ګډون درلود.

د کنفرانسونو د پیل پرمهال د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج الدین عمر منصور یادو استادانو ته د مبارکۍ تر څنګ د دوی علمي کنفرانسونه خورا ارزښتناک وبلل او زیاته یې کړه، چې د هرې علمي او اساسي ستونزې حل یوازې د علمي څېړنو له لارې ممکن دی. نوموړي وویل چې د استادانو دا علمي څېړنې نه یوازې د پوهنتون، بلکې د ټول هیواد د ځوان نسل د مسلکي، دیني، او علمي روزنې لپاره مهم ارزښت لري.

همداراز، ښاغلي عمر منصور ټینګار وکړ چې زموږ هیواد د علمي پرمختګ لپاره مسلکي او هر اړخیزو څېړنو ته ډېره اړتیا لري، تر څو شته ستونزو ته سالمې حل‌لارې وموندل شي او د نړۍ له پرمختللو علمي بنسټونو سره سیالي وشي.

ورپسې استادانو، هر یوه، خپل علمي-څېړنیز کنفرانسونه د ټاکل شویو لارښوونو مطابق وړاندې کړل، چې د اړوندو مسؤلینو له لوري وارزول شول او مثبتې ارزونې یې ترلاسه کړې.

د علمي کنفرانسونو په پای کې د پوهنتون د لارښوود هیئت پر استادانو ټینګار وکړ، چې د دوی علمي څېړنو معلومات باید د له ارزښتناکو سرچینو څخه راټول شوي او پایله یې باید له مثبتو پیغامونو او لاسته راوړنو ډکه وي.

د یادونې وړ ده چې نوموړو څلورو تنو استادانو له پوهنملي رتبې څخه پوهندوی ته ارتقا وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

Sun, Apr 07 2024 10:58 AM
Background image

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University began on 24th of April 1403 according. . .

BACK TO NEWS