د تاریخ څانګې ۱۹ تنه محصلینو د هېواد د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو د نیږدې لیدنې په موخه بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ.

gu_user1
Thu, Jun 25 2026 10:34 AM
wp

غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي، د تاریخ څانګې ۱۹ تنو محصلینو د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو د نیږدې پېژندنې او علمي مطالعې په موخه د بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سیر پیل کړ.
د دغه علمي سفر موخه د بامیانو پوهنتون او د یاد ولایت له تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري ارزښتونو څخه لیدنه، د محصلینو د علمي پوهې پراختیا او د هېواد د تاریخي شتمنیو سره د هغوی د عملي بلدتیا پیاوړتیا ده.
ټاکل شوې ده چې ګډونوال محصلین به د بامیانو د پوهنتون له بیلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ به د دغه ولایت مهم تاریخي او فرهنګي ځایونه وګوري؛ او همداراز به د دغو سیمو د تاریخي ارزښتونو په اړه معلومات راټول کړي او خپلې علمي تجربې به بډایه کړي.
په ورته مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري وویل چې د دغه سفر له تنظیم څخه یې موخه د محصلینو د مسلکي ودې، څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا او د ملي فرهنګي میراث د ساتنې د احساس د لوړول دي.
د یادونې وړ ده چې د محصلانو چارو معاونیت د منظم پلان له مخې تېره ورځ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ۱۹ تنه محصلینو،سید جمال الدین افغاني کونړ پوهنتون ته خپل علمي سفر ترسره کړ، چې د دغه دری ورځني علمي سیر پر مهال به د یاد پوهنتون له اړوندو برخو څخه لیدنه ترسره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه
۱۴۴۷/۰۱/۰۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۴ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۵م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS