د غزني پوهنتون عمومي رئیس د تدریسي او اداري چارو د منظموالې او چټکتیا په موخه د پوهنځیو او اداري کارکوونکو له حاضریو څخه نظارت او ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
Wed, Jun 03 2026 11:07 AM
ft

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د پوهنتون د علمي او اداري چارو د ښه تنظیم، د کارکوونکو د حاضریو ارزونې او د تدریسي بهیر د لا ښه والي په موخه د پوهنتون د ټولو پوهنځیو او اداري کارکوونکو له حاضریو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.
د یادې لیدنې پر مهال په پوهنځیو کې د استادانو او د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د اداري کارکوونکو د حاضریو حاضریو، کنټرول ترسره شو. 
په ورته مهال عمومي رئیس د پوهنتون د ورځنیو او تدریسي چارو د لا ښه تنظیم، وظیفوي مسئولیتونو پر وخت ترسره کولو او د محصل‌محوره خدماتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د پوهنځیو رئیسانو ته يې د مسؤلیتونو او تدریسي بهیر پر لا پیاوړتیا باندې لازمې سپارښتنې وکړې.
باید وویل شي چې د غزني پوهنتون مسؤلین د علمي، تدریسي او اداري چارو د ښه والې او ودې په موخه وخت په وخت د حاضریو کنټرول او ارزونه ترسره کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
چار شنبه
۱۴۴۷/۱۲/۱۷هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۱۲هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۳م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS