غزني پوهنتون کې د لیلیې شورا ناسته ترسره؛ او د محصلینو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنې باندې بحث او خبرې اترې وشوې.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۴۴
zs

غزني پوهنتون کې د لیلیې شورا مهمه ناسته د یادې شورا د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې د لیلیې د اوسېدونکو د ستونزو، اړتیاوو او د ژوند د شرایطو د ښه والي په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د غونډې په پیل کې د لیلیې عمومي مدیر د اوسني وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د محصلینو لپاره د مناسب چاپېریال برابرول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي. 
وروسته د شورا غړو پریکړه وکړه چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د محصلینو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته شي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ١٨ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۷ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٥ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو له رئیسانو سره په چارو کې د همغږۍ او ښه والې په موخه ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي له لورې د پوهنځیو له رئیسانو سره د همغږۍ او د چارو د لا ښه والي په موخه مهمه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو تر عنوان لاندې د محصلینو فکري انجمن ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د محصلینو د فکري ودې او د معاصرو ننګونو د درک په موخه د “فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو” تر عنوان لاندې فکري انجمن ترسره شو. په دې پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۴۱
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د ستونزو د حل او د هغوی غوښتنو او شکایتونو اورېدلو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د محصلینو د ستونزو د حل او د هغوی د غوښتنو او شکایتونو د اورېدلو په موخه، له لیليې څخه ځانګړې لیدنه ترسره کړه. 
د دغي لیدنې. . .

BACK TO NEWS