غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي ۱۳۰ تنه محصلینو ته د ګوګل پليټ فارمونو ( ګوګل میټ او ګوګل کلاس روم) اړوند ښوونیز سمینار وړاندې شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۴۴
zx

ورځ: سه شنبه
۲۷ ذالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
۳ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جون ۲۰۲۵ م

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیلابیلو څانګو ۱۳۰ تنه محصلینو ته د ګوګل پلټفورم ( google classroom, google meet او zoom meetting) د سافټ وېرونو اړوند ښوونیز سمینار وړاندې شو.
د سمینار پیل د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره وشو.
وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنیار مصطفی رحیمي د ګوګل میټ ، ګوګل کلاس روم او زوم میټینګ په پېژندنه او په ننی عصر کې د آنلاین زده کړو او انلاین کنفرانسونو په جوړولو او له لیري واټن څخه په کم وخت کې د زده کړو په برخه کې د دغو سافټویرونو رول او اهمیت باندې؛ چمتو کړی پریزینټېشن له محصلینو سره شریک کړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS