د غزني پوهنتون مسؤلینو د طب پوهنځي د ځینو کارونو د منظم پیل او ښه پرمختګ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۴:۵۱
nm

ورځ: دوشنبه
۹/شوال ۱۴۴۶ه ق
۱۸/ حمل / ۱۴۰۳ هـ ش
۷/ آفریل / ۲۰۲۵ ميلادي

نن ورځ د غزني پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د پوهنتون د څلورګونو معاونیتونو له معاون صاحبانو او د پوهنځیو له رئیسانو سره د طب پوهنځي د ځینو چارو د منظم پیل او په دغه برخه کې د همکاریو د جلب او په کندهار پوهنتون کې د دائرېدونکې ملي کنفرانس د پوهنتون په سطحه د ستونزو د شریکولو او حل په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه.
د ناستي پیل د قرآن پاک په څو مبارکو آیاتونو سره وشو.
ورپسې ښاغلي منصور ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل.
او همدارنګه یې د نوي منظوري شوي طب پوهنځي د د بعضو کارونو د منظم پیل لپاره یې دوه کمېټې جوړي او دنده ورکړل شوه، ترڅو يوه کمېټه د اداري تشکیل او اداري کارونو اړوند معلومات ترتیب او دوهمه کمېټه د دغه پوهنځي د علمي چارو اړوند د ولایت او د هیواد د نورو ولایاتو له ډاکترانو سره مشورتي ناستي ترسره کړي او دغه برخه کې د هغوی تجربې او لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
او دارنګه یې په کندهار پوهنتون کې د جوړېدونکو ملي کنفرانس د پوهنتونونو په سطحه د شته ستونزو د شریکولو په موخه بحث او خبري اترې وشوې.
ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS