غزني پوهنتون د محصلینو د اسلامي بیداري او فکري اصلاح په موخه له شاو خوا ۵۰۰ تنه محصلینو څخه د نبوي سیرت آزموینه واخیستله.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۴۵
ax

چهارشنبه: ۱۳/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۲۵/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۱۶/اکټوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د دغه پوهنتون د محصلینو د اسلامي بیداري او فکري اصلاح په موخه له شاو خوا ۵۰۰ تنه محصلینو څخه د نبوي سیرت آزموینه واخیستله. د آزمویني د پیل پرمهال د یاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال انجینر محمد عثمان منیب د آزمویني ګډونوالو ته د خبرو پرمهال وویل چې له دې ډول آزموینو څخه یې موخه او هدف د محصلینو د خپلو درسونو ترڅنګ د دوی اسلامي بیداري، فکري اصلاح، عقیدوي او علمي پرمختګ ده او زیاته یې کړه چې غواړي نوري دیته ورته برنامې او سیالۍ هم د پوهنتون په سطحه ترسره کړي او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې آزموینه به په پوره شفافیت اخیستله کیږي او پایلي به یې په راتلونکو څو ورځو کې اعلان او ممتازو او د لوړو نمرو اخیستونکو ته به ډالۍ ورکړل شي

هیره دي نه وي چې غزني پوهنتون د امارت پیژندني فکري سیالۍ هم په لاره اچولي وه چې د لوړو نمرو اخیستونکي یې په ډالیو ونازول شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۰
Background image

د غزني پوهنتون د کیمیا او بیولوژي لابراتوارونو څخه د مسلم خصوصي پوهنتون د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو دیرش تنه محصلینو د یو علمي سیر په ترڅ کې لیدنه وکړه.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۱۴ ، ۲۰۲۵م

 نن ورځ غزني پوهنتون ته د مسلم خصوصي پوهنتون  د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو دېرش. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د سټاټا سافټویر له لارې د زماني او پینل‌ډول معلوماتو د تحلیلي ارزونې اړوند علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۱۴ ، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت او د استادانو مسلکي آمریت په ګډه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره د اداري چارو د لا ښوالي او د امر اطاعت اړوند د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۰، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۱۳ ، ۲۰۲۵م

 د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له اداري او خدماتي. . .

BACK TO NEWS