غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي پوهاوي او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا په موخه، د «چاپېریال پر وړاندې ګواښوونکې ستونزې او د هغوی حل لارې» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۲۳
we

غزني پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې فني هیئت له لوري، د محصلینو د علمي پوهاوي او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا په موخه، د «چاپېریال پر وړاندې ګواښوونکې ستونزې او د هغوی حل لارې» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.

یاد سمینار د کرنې پوهنځي د استاد پوهندوی حشمت الله سایس له لوري وړاندې شو؛ چې پرمهال یې د چاپېریال د ککړتیا، د طبیعي سرچینو د بې‌رویې کارونې، د ځنګلونو له منځه تلو، د اقلیمي بدلونونو او د کثافاتو د ناسم مدیریت په څېر مهمو ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

او همدارنګه یې، ګډونوالو ته د چاپېریال ساتنې لپاره د ونو کینولو، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو، د کثافاتو د منظم مدیریت، د طبیعي سرچینو د مسؤلانه استفادې او د پاک چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې عملي سپارښتنې او حل لارې بیان کړې.

او ټینګار یې وکړ چې د سالم او پاک چاپېریال ساتنه د ټولنې د هر وګړي ګډ مسؤلیت دی او محصلین کولای شي د چاپېریالي ستونزو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د پراختیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

هېره دي نه وي چې دې ته ورته علمي او معلوماتي سمینارونه د محصلینو د پوهې او مسؤلیت احساس په پیاوړتیا کې مهم رول لري چې د غزني پوهنتون رهبرۍ هڅه کوي ترڅو د محصلینو د فکري پوهي د پیاوړتیا او د عامه پوهاوي په موخه د سمینارونو لړۍ دوامداره وساتي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

ورځ او نېټه: شنبه

۴/۰۱/۱۴۴۸ه ق

۳۰/۰۳/۱۴۰۵ه ش

۲۰/۰۶/۲۰۲۶م

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلینو ته د کتابتونونو د پېژندنې او مؤثرې مطالعې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت او کتابتون مدیریت له لوري، د علمي او فرهنګي فعالیتونو په لړ کې، یو شمېر محصلینو ته د «کتابتونونو پېژندنې او مؤثرې مطالعې» تر عنوان لاندې یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي پوهاوي او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا په موخه، د «چاپېریال پر وړاندې ګواښوونکې ستونزې او د هغوی حل لارې» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې فني هیئت له لوري، د محصلینو د علمي پوهاوي او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا په موخه، د «چاپېریال پر وړاندې ګواښوونکې ستونزې او د هغوی حل لارې» تر عنوان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي. . .

BACK TO NEWS